Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په څلورو ولایتونو کې شپږ کرنیز نمایشي او ترویجي کمپلېکسونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شاوخوا ۵۴۹ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړولو طرحه وړاندې شوه.

سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره، د تاییدوړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

سرچینه زیاتوي، دغه کمپلېکسونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه کې د شاوخوا ۵۴۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.

د سرچینې په حواله، په دغه غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو د ګټې اخیستنې په اړه پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت څرګنده کړې، دغه کړنلاره تر هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تاییدوړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې کړنلارې پر اساس به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره به اساسي ګامونه واخیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.