کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا پر وړاندې له لوبلړۍ ګټلو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوېلي افریقا پر وړاندې په لوبلړۍ کې له سترې بریا وروسته افغان اتلان نن سهار بېرته هېواد ته راستانه شول.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې ترسره کړې.
همدارنګه له یادو لوبو دوه یې افغانستان وګټلې او یوه بیا سوېلي افریقا وګټله.
د یادونې ده، دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن