کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په زابل کې د څه باندې ۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو استنادي دېوالونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر استنادي دېوالونه د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دغه دېوالونه د څه باندې ۵۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، دغه دېوالونه ۴۲۵ متره اوږدوالی او درې متره لوړوالی لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو دېوالونو جوړېدو پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د سیوري ولسوالۍ د اوسېدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له زیان خوندي شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP