ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ

بغلان کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ

author avatar
24 Sep 2024 - 18:05
بغلان کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ
author avatar
24 Sep 2024 - 18:05

پلخمري (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): په بغلان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.

د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ مرستیال الحاج محمدعلي جان احمد په دغه غونډه کې وویل اوسنی نظام د خلکو په قربانیو لاس ته راغلی او د پاېښت لپاره یې باید ټول سره یو موټی شي.

هغه زیاته کړه، لکه څرنګه چې افغان ولس د دغه نظام د راتګ لپاره قرباني ورکړه، اوس باید د پروپاګند مخه هم ونیسي څو هېواد د دښمن د شومو موخو ښکار نه شي.

 د علماوو په استازیتوب دیني عالم شیخ  سراج‌الدین وویل: «څو کاله  وړاندې چې په هېواد کې جګړه وه، خلکو به  د موقتي  اوربند غوښتنه کوله. خدای په دایمي اوربند  ونازولو خو د دغې سترې پېرزوینې شکرانه  نه ادا کوو.»

ده وویل، اوسنی نظام یو الهی نعمت دی او لکه د خپل دین په شان یې ساتنه او ملاتړ په کار دی.

بل دیني عالم  مولوي محمد جمیل هم وویل: «زه تاجک یم،  له کوم تعصب  پرته  د اسلامي امارت مشر د خپل  مشر په توګه منم، نور قومونه یې هم د یو مشر په توګه مني، اوسمهال په ټول هېواد کې هېڅ ډول توپیر شتون نه لري.»

ده وویل، د افغانانو ترمنځ نفاق بهرنیانو رامنځته کړی و او اوس د اسلامي نظام په کلکه ملاتړ کوي.

د یادې غونډې نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې پر قومي یووالي او اتحاد ټیګار وکړ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.