Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د څلورو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې په کاپيسا کې د څه باندې ۱۵۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو کار پیل شو.

د یاد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې (د اف‌اې‌او) موسسې په مالي مرسته پلې کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو پروژو کې د کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو او سربند جوړول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د يادو پروژو په پلې کېدو سره به د اوبو د سرچينو د پیاوړتیا او دوامدار مديريت ترڅنګ، د خاورې د تخريب، د کانالونو بندېدو او د سېلابونو مخنيوي زمینه برابره شي او دغه راز به لسګونه جريب کرنيزې ځمکې او سلګونه کورونه د تخریب له ګواښه خوندي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.