ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور مرکز کې یو نوی مخابراتي سایټ فعال شو

د غور مرکز کې یو نوی مخابراتي سایټ فعال شو

author avatar
25 Sep 2024 - 13:20
د غور مرکز کې یو نوی مخابراتي سایټ فعال شو
author avatar
25 Sep 2024 - 13:20

فیروزکوه (پژواک، ۴ تله  ۱۴۰۳): د غور ځایي مسوولینو د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوه مخابراتي سایټ له فعالېدو خبر ورکړی او وایي چې په دې سره به ۲۴ زره کورنۍ له باکیفیته مخابراتي خدماتو برخمنې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دغه ولایت اوسېدونکو له مخابراتي شبکو شکایت درلود او د هغو د ښه کیفیت غوښتنه یې کړې وه.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سایټ نن د فیروزکوه ښار مربوطاتو کې پرانیستل شو.

هغه وویل: «دا سایټ د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ د افغان بېسیم شرکت له خوا د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اړوند د کندل‌باش او دامنه یار فولاد کلیو لپاره فعال شوی دی.»

هغه وویل، د دغه سایټ په فعالېدو سره ۲۴ زره کورنۍ د مخابراتو له غوره او باکیفیته خدماتو برخمنې شوي دي.

سرچینې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان بېسیم مخابراتي شبکې درې نور سایټونه هم د دغه ولایت په تيورې او چهارسدې ولسوالیو کې فعال شي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سایټ له فعالېدو خوښ دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي نوراحمد وویل، د دغه سایټ په فعالېدو سره به مخابراتي خدماتو پراخ او ښه شي؛ ځکه له دې مخکې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له هېواد بهر یې ډېره کمه اړیکه نیولای شوی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.