کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام لوبو په لړ کې نن د پاراګوای هېواد له ملي لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه لوبه د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام لوبو په لړ کې نن شپه اووهنیمې بجې ترسره کېږي.
د یادونې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې د ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې ماتې خوړلې او انګولا ته یې ماته ورکړې ده.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام لوبې د ازبکستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP