Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند او بغلان کې غواګانو ته د لمپي‌سکین ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو

لښکرګاه، پلخمري (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): مسوولین وایي، هلمند او بغلان ولایتونو کې د «لمپي‌سکین» ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د هغوی په وینا، دغه واکسین د افغانستان لپاره د خوړو نړۍ‌وال سازمان (FAO) په مرسته او د کرنې ریاستونو له لوري د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغۍ د مخنیوي په موخه  تطبیقیږي .

د یاد کمپاین د پیل پر مهال د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست د حیواني روغتیا امر محمداسلم بشردوست پژواک خبري اژانس ته وویل، د «لمپي‌سکین» ناروغۍ ضد واکسین به د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ۱۳ ولسوالیو کې تطبیق شي.

دی وایي: «یاد واکسین ۴۵ زره دوزه دی چې د وترنري ډاکټرانو په مرسته تطبیقيږي.»

د هغه په وینا، لمپي‌سکين ناروغي یو ځل بیا په ځینو ولسوالیو کې خپره شوې، هڅه کېږي چې د هغې واکسین په منظم ډول تطبیق شي څو د پراخېدو مخه یې ونیول شي.

اسلم وایي: «تېر کال ته په کتو سږ کال په دغه ولایت کې یاده ناروغي یو څه کمه ده؛ ځکه د تېر کال په پرتله د واکسین دوزونه هم ورسره کم شوي او هڅه کوو دغه ناروغي د صفر کچې ته راټیټه کړو.»

نادعلي ولسوالۍ حیواني ډاکټر همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، دې ولسوالۍ ته ۱۵۰۰ دوزه واکسین ورکړل شوی او هغو څارویو ته به تطبیق شي چې د یادې ناروغۍ تر ګواښ لاندې وي.

هغه زیاته کړه، لمپي‌سکېن د څارویو یوه خطرناکه ناروغۍ ده چې په لنډ وخت نورو څارویو ته انتقالېږي.

مالداران هم د دغه واکسین له تطبیقه خوښ دي.

د لښکرګاه ښار درېیمه حوزه کې د غواګانو یوه فارم مسوول نورعلي وایي، واکسین د غواګانو لپاره ډېر ګټور دی او که چېرې واکسين نه شي، څاروي تلف کېږي .

هغه وویل: «دغه واکسین ډېر ګټور دی؛ تېر کال یو ځل دغه ناروغي خپره شوه، ډېرې غواګانې مړې شوې، خلکو ته لوی زیان واوښت، نو که دغه واکسین تطبیق شي، غواګانې به نه مړې کېږي.»

دغه راز، د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري او ۹ ولسوالیو کې یې غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین لړۍ پیل کړې.

بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو څانګې مدیر ولي  امرخېل پژواک اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون په مرکزي بغلان، دوشي، نهرین، خوست، بنو، فرینګ، ډنډغوري، خنجان او ده صلاح  ولسوالیو کې ۴۵ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ  ضد واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه.

د یاد ریاست د څارویو څانګې مسوول ډاکټر تاج‌محمد احمدزی وايي، د څارویو پوستکي ناروغۍ چې دوه کاله مخکې په ختیځ  ولایت ننګرهار کې ثبت شوه او بیا یې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم نښې  څرګندې شوې، د مخنیوي لپاره یې هر کال دغه واکسین تطبیقيږي.

دی وايي، د څارویو د پوستکي دغه ناروغي یوازې په غواګانو کې وي او له څارویو انسان ته نه انتقالېږي او واکسین شوي څاروي له واکسین وروسته تر یو کال  پورې معافیت مومي؛ ځکه دغه واکسین په کال کې یو ځل  تطبیقیږي.

د پلخمري اوسېدونکي نعمت الله  پژواک ته وویل:«دوه لنګې غواګانې لرم،  یوه یې تېر کال ناروغه وه  له بازاره مې درمل ورته راوړل، ښه شوه، سږ کال تر اوسه  ناروغي نه لري خو خلک وایي، د څارویو  ساري ناروغي ګډه شوې، باید پر ناروغۍ له اخته کېدو مخکې واکسین شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.