کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزې په اړه ویلي، دا یوه اړتیا ده چې نړۍ او هېوادونه له ا.ا سره مثبت تعامل ولري او دغه تعامل د شته ملحوظاتو لپاره د حل لار هم پیدا کولای شي.
د راپورونو له مخې، د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه د نړۍ د ډېرو مشرانو په ګډون نن جوړه شوه؛ یاده ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده او د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی دی.
د اسلامي امارت استازی یادې غونډې ته نه دی بلل شوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې غونډې په اړه په یوه غږیز کلپ کې ویلي، دا یوه اړتیا ده او باید نړۍ او هېوادونه له اسلامي امارت سره ښه تعامل ولري او دغه تعامل کولای شي هغو ځینو ملحوظاتو ته چې شتون لري، د حل لار پيدا کړي.
هغه ویلي، افغانان هم له نړۍ سره ښه تعامل ته اړتیا لري او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې خپل مسوولت په سمه توګه ادا کړي.
مجاهد زیاتوي چې ملګري ملتونه باید په خپلې هغې پالیسي کې مثبت بدلون راولي چې نه پرېږدي افغانستان مخکې ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ضیاءاحمد تکل وړمه ورځ هیله څرګند کړې وه چې ملګري ملتونه او د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه کې ګډونکوونکي د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي او مثبتې پرېکړې دې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن