Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې لولوه الخاطر ژمنه کړې چې د زده‌کړو او روغتیایي مراقبتونو برخو کې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالر مرسته کوي.

هغې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې په خپله وینا کې زده‌کړو ته د ښځو لاسرسی، اقتصادي مشارکت یې او نورې ازاۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینې بللې دي.

د قطر د نړۍوالو همکاریو چارو کې د دولت وزیرې د افغان ښځو پیاوړي کولو او د هېواد په راتلونکي کې یې د د هغوی پر برخې اخیستو ټینګار کړی او دغه موخه یې د قطر د اوږدمهالې ستراتیژۍ له اصلي لومړیتوبونه بللې ده.

لولوه الخاطر وویل: «د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې ۲۶مه ماده بیانوي چې ټول د زده‌کړو حق لري او موږ ژمن یو څو اطمینان ترلاسه کړو چې ټول افغانان دغه لومړني حق ته لاسرسی لري.»

هغې یادې څرګندونې داسې مهال بیان کړې چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین دي او د محصلینو او له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د مناسبي فضا په جوړېدو سره به د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.