ژبه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له نهو ملي او نړۍوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له نهو ملي او نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې اووه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ د یو شمېر ملي او نړۍوالو موسسو له مسوولینو سره لیدلي دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اسلامي امارت د قوانینو پر رعایت کولو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د کډوالو، زېربناوو او صنعت برخو کې کار او فعالیت د دغه وزارت له لومړیتوبونو دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د نهو موسسو استازو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د سرچینې په خبره، ټاکل شوې یادې موسسې د څه باندې شپږو میلیون او ۹۳۶ زره ډالرو په ارزښت په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا ولایتونو کې د متشبثینو وړتیا لوړونې برخه کې پروژې تطبیق کړي.