Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېچ‌او: هر کال په نړۍ کې نږدې نیم میلیون کسان د سالنډي له امله ژوند له لاسه ورکوي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې نیم میلیون کسان د سالنډي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یاد مطلب نن (چهارشنبه، د تلې ۴مه) د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) د افغانستان برخې پر اېکس‌پاڼه خپور شوی دی.

سرچینې لیکي: «هر کال په نړۍ کې نږدې نیم میلیون کسان د سالنډي ناروغي له امله مري؛ د تنباکو دود یې تر ټولو لوی لامل دی.»

د ډاکټرانو په وینا، د سالنډي ناروغۍ په ساه اخیستلو کې د توان نه لرلو احساس یا په ساه اخیستو کې د ستونزې په معنا ده؛ دغه وضعیت کېدای شي د لنډ وخت یا اوږد مهال لپاره وي او امکان لري په بېلابېلو شرایطو کې رامنځته شي.

تنفسي ناروغۍ د سږو د التهاب یا عفونت، د زړه ناروغۍ او د زړه حملې له امله پیدا کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.