Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت: افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي، له هیچا سره تبعیضي چلند نه‌کېږي

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): ځينو هېوادونو او جهتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او جنسیتي تبعیض ادعا کړې، خو ا.ا دغه ادعاوې بې‌ځایه بولي او وايي، په هېواد کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه‌کېږي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزیرې ملاني‌جولي پر خپله اېکس‌پاڼه ادعا کړې چې د «طالبانو» په واکمنۍ کې افغانې ښځې او نجونې خاموشه شوې او سرپرست حکومت په پرله‌پسې ډول له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

هغې لیکلي: «موږ به تر هغه ارام نه‌شو څو چې عدالت حاکم شوی نه‌وي او دوی ازادي وویني. موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په خپل ملاتړ کلک او ثابت ولاړ یو.»

د راپورونو پر بنسټ، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني‌وانګ تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته د وینا پرمهال ادعا کړې چې «طالبانو» د بشري، د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو او ازادۍ ته سپکاوی کړی او په منظم ډول د افغان ښځو پر وړاندې زیاتی کوي.

دغه‌راز، د جرمني بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون ته په پام سره د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې ته ژمن دی او دا ژمنه به پر «طالبانو» هم تطبیقېږي.

د راپورونو له مخې، کاناډا،‌ اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډ ویلي، په پام کې لري چې د جنسیتي تبعیض له امله د «طالبانو» پر ضد د عدالت نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي.

د یادو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، د دوی دولتونه له «طالبانو» تمه لري چې بشري حقونو او نورو نړۍوالو تړونونو ته د افغانستان ژمنتیا پر ځای کړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت پر خپله اېکس‌‌پاڼه ليکلي، د ځینو هېوادونو او جهتونو له لوري د بشري حقونو پر نقض او جنسیتي تبعیض د افغانستان اسلامي امارت تورنول بې‌ځایه دي، افغانستان کې د بشر حقوق خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه‌کیږي.

هغه لیکلي: «متأسفانه داسې هڅه روانه ده چې د څو تښتېدلو ښځو په خوله افغانستان پسې پروپاګند وکړي او وضعیت ناسم وښيي.»

تردې وړاندې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو: «۸۵ زره زنانه زموږ په اسلامي امارت کې په رسمي وظایفو باندې کار کوي، ۸۵ زره زنانه؛ د طب په بخش کې، په ډاکټرۍ او نرسنګ کې موږ او تاسې زنانه خويندې کار کوي، د معارف په بخش کې زنانه کار کوي، هوايي میدان کې زنانه کار کوي، په پاسپورټ او په احصاییۀ مرکزي کې زنانه کار کوي، په مختلفو بخشونو کې؛ حتی په کابل کې داسې شفاخانې لرو چې ریاست یې زموږ خويندې زنانه کوي، نو څنګه چې بیرون تبلیغ دی داسې هم نه‌دی.»

تردې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.