Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

پکتیکا کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
26 Sep 2024 - 16:31
پکتیکا کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
26 Sep 2024 - 16:31

ښرنه (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ترکيې هېواد د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د امام بخاري په نوم دغه دارالایتام د ترکيې هېواد د جامعه ندالخیر بنسټ له لوري په درېيو پوړونو کې جوړ شوی دی.

د یاد دارالايتام مشر مولوي صلاح‌الدين کامران وويل چې په دغه دارالايتام کې به څلور سوه یتیمان د ديني زده‌کړو ترڅنګ عصري او د کمپيوټر زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه: «پر دغه دارالايتام باندې ۵۰۰ زره ډالر لګښت شوی، ټول سهولتونه په کې برابر دي، په درېيو پوړونو کې جوړ شوی، د لومړنۍ تداوي لپاره کلينیک هم په کې شته، د ليلیې لپاره هم ځانګړي اطاقونه لري.»

دغه راز د جامعه ندالخير بنسټ مشر امره کايدال وويل چې په افغانستان کې اړمنو او يتيمانو ته د بشري مرستو ترڅنګ د زده‌کړو زمینه هم برابروي.

هغه زیاته کړه: «دلته له شل کلنې جګړې څخه زرګونه يتمان پاتې شوي، لکه څنګه چې موږ د بيارغونې برخه کې کار کوو، همدا شان غواړو په افغانستان کې د خپلو وروڼو د کونډو او يتيمانو ترڅنګ ودريږو او داسې پروژې ورته اجرا کړو چې د دوی درد دوا کړي.»

همدارنګه د پکتيکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل چې يتيمانو ته د ژوند د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د زده‌کړو زمینه هم برابروي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه هوډ لري چې په ټول هېواد کې د يتيمانو د روزنې لپاره دارالايتامونه جوړ کړي.

بل لور ته، د دغه دارالايتام یوه زده‌کوونکي عبدالوکيل وويل چې په دغه مرکز کې دوی ته د قران‌کريم د حفظ ترڅنګ کمپيوټر او نور عصري مضامین هم تدرسېږي.

همدارنګه یو شمېر نورو زده‌کوونکو بیا له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې په ولسوالیو کې دې هم یتیمانو ته د زده‌کړو دغه ډول مرکزونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.