Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

احمدفهیم عظیمي له بنده خوشی شو

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د احمدفهیم عظیمي کورنۍ وايي چې هغه له نږدې یوه کال وروسته نن سهار له بنده خوشی شو.

احمدفواد عظیمي، د احمدفهیم عظیمي ورور نن (پنج‌شنبې، د تلې ۵مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه له زندانه د خپل ورور د ازادېدو خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي: «ورور مې احمدفهیم عظیمي نن په وروستۍ قضايي ناسته کې د محکمې په حکم له زندانه ازاد شو.»

د راپورونو له مخې، د زده‌کړو حق‌غوښتنې برخې فعال احمدفهیم عظیمي چې د زده‌کړو د «فکر بهتر» په نوم سازمان سره یې همکاري درلوده، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د کابل ښار په کارته‌چهار سیمه کې په خپل دفتر کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ونیول شو.

له دې مخکې د بښنې نړۍوال او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو د احمدفهیم عظیمي د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.