هرات (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): هرات کې ځايي مسوولین وايي، عربي متحده اماراتو د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د وینې تصفیه کولو (دیالیز) نهو ماشینونو مرسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دې اړه جوړ شوو مراسمو ته وویل، د وینې د تصفیه کولو (دیالیز) پر طبي ماشینونو د هرات حوزوي روغتون تجهیزېدل د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د روغتیايي خدمتونو برخه کې یو مهم او لوی خدمت دی.
هغه له متحده عربي اماراتو د مرستو او په بغلان، غور او هرات ولایتونو کې سېلابځپلو ته د کورونو جوړولو له امله مننه وکړه.
ورته مهال، د هرات والي مولانا نوراحمد اسلامجار له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د همکاريو هرکلي ترڅنګ وويل، د دغو طبي ماشینونو په مرسته به د دغه ولايت حوزوي روغتون کې د ناروغانو لپاره ښې اسانتياوې برابرې شي.
ورته مهال، د هرات د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر غلاممحمد حنيفي وايي، په دغه روغتون کې د وینې د تصفیې (دياليز) طبي ماشینونو د کمښت له امله ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
بلخوا، د هرات حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمدبرات وويل چې په دغه روغتون کې د وینې تصفیې د اوو ماشینونو له لارې هره مياشت د ۵۰۰ کسانو وينه تصفیه کېږي او د نوو ماشینونو په فعالېدو سره به دغه شمېر په میاشت کې ۸۰۰ کسانو ته لوړ شي.
دیالیز یوه طبي دستګاه ده چې د پښتورګو په کمزورۍ اخته ناروغانو له وینې اضافي مواد او مایعات لرې کوي. دیالیز ته په عامه توګه هغه وخت اړتیا پېښېږي چې کله پښتورګي په یوازې ځان ونه شي کولای له وینې اضافي مواد پاک او لرې کړي.
د يادونې ده، د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لوېديځه حوزه کې يو له سترو دولتي روغتونونو دى چې له ګاونډيو ولايتونو د ګڼ شمېر ناروغانو د راتګ له امله کله نا کله د امکاناتو له کمښت سره مخ کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن