ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پیل شوې

هرات کې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
27 Sep 2024 - 14:50
هرات کې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
27 Sep 2024 - 14:50

هرات ښار (پژواک، ٦ تله ١٤٠٣): په هرات ولایت کې د ۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پرانیستل شوې.

د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د هرات د ځايي چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادې فابریکې د دویم فاز جوړولو کار د پرانیستې په پروګرام کې وویل، اوسمهال په هېواد کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او پانګوال کولای شي په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پر ځای خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت د هېواد په کچه د صنعت‌کارانو ستونزو هوارولو ته ژمن دی او د تر لاس لاندې پروژو په بشپړېدو سره به د هرات د صنعتي ښارګوټي د برېښنا د کموالي ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

بلخوا، د هرات ولایت والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، محلي اداره هېچاته د فساد، سوداګرو او پانګوالو ته د ګواښ پېښولو او له هغوی څخه د باج اخیستو اجازه نه ورکوي او له ناوړه استفاده کوونکو کسانو سره به هم جدي او قانوني چلند وشي.

په همدې حال، د ګول سیخ یادې تولیدي کارخونې مسوولین وايي، د دې فابریکې د دویم فاز د جوړېدو چارو په بشپړېدو سره به هره ورځ ۷۰۰ ټنه ګول سیخ تولید او ۸۰۰ کسانو ته هم به د کار زمینه برابره شي.

د یادې فابریکې مالک عطاالله وردګ د یاد مطلب د بیانولو ترڅنګ زیاته کړه چې د دغې فابریکې د دویم فاز چارې د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوې دي.

بلخوا، حکومتي مسوولین وايي چې په وروستیو درېیو کلونو کې د هېواد په کچه تولیدي فابریکو او د کانونو استخراج ته جدي پاملرنه شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.