ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت: هڅه کوو بهرمېشتې افغانان د قونسلي خدمتونو برخه کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري

د بهرنیو چارو وزارت: هڅه کوو بهرمېشتې افغانان د قونسلي خدمتونو برخه کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري

author avatar
28 Sep 2024 - 16:53
د بهرنیو چارو وزارت: هڅه کوو بهرمېشتې افغانان د قونسلي خدمتونو برخه کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري
author avatar
28 Sep 2024 - 16:53

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي په لوېدیځو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره داسې لارې چارې ومومي چې دواړو لورو ته د منلو وي او اصولي بڼه ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرمېشتو هېوادوالو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په پار له لوېدیځو هیوادونو سره د ډیپلوماڼیکو چینلونو له لارې هڅې کوي څو له هېواده د باندې افغان وګړي خپلو حقه حقونو ته لاسرسي ولري.

سرچينې لیکلي، لکه څنګه چې د ويانا په کنوانسيون کې يادونه شوې، قونسلي خدمات له رسميت پېژندنې سره اړه نه لري، د بهرنيو چارو وزارت باور لري چې قونسلي چارې له سياسي چارو سره تړل نه يوازې ستونزې رامنځته کوي، بلکې د وګړو حقونه هم تر پښو لاندې کوي.

یاد وزارت لیکلي، له اړوندو هېوادونو سره خپلو خبرو او هڅو ته دوام ورکوي څو قونسلي خدمات په داسې بڼه پيل شي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وی او اصولي بڼه  ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې زمري میاشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، له یادې نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري له مرکز سره د نه همغږۍ له امله، د منلو وړ نه دي او دغه وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هیڅ ډول مسوولیت نه لري او نه هم اجراآت پرې ترسره کېږي.

دغه وزارت لیکلي وو چې بهرمېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او وېزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

خو د زمري په لسمه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې قونسلي خدمات د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانت‌دارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.