ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۲۱۰ جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي

ننګرهار کې ۲۱۰ جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي

author avatar
28 Sep 2024 - 12:28
ننګرهار کې ۲۱۰ جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي
author avatar
28 Sep 2024 - 12:28

جلال‌اباد (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي د تلې په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې او د خوږياڼو امنیتي منسوبینو په ګډه د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بنګو اړولو کمپاین پیل کړی دی.

هغه زياته کړه، په تېره یوه اونۍ کې په دغه کمپاین کې ۲۱۰ جریب ځمکه د بنګو له کښته پاکه شوې ده.

د نوموړي په وينا، د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو دغه کمپاین به په ننګرهار کې تر هغې دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو کرکېله په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.

مسوولین وايي، د نشه‌يي توکو د اړولو کمپاین ټولو ولسوالیو ته غځول کېږي.

دغه راز، د خوږياڼو یوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو کښتونو د له منځه وړلو کمپاین پيل شوی دی.

هغه وايي که له کروندګرو سره د سرې او تخمونو برخو کې مرسته وشي نو د نشه‌يي توکو کښت ته به اړ نه شي.

د یادونې ده، له دې مخکې د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم د نشه‌يي توکو کښتونه له منځه وړل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.