ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د توپان له امله ۴۳ کسان مړه شوي

امریکا کې د توپان له امله ۴۳ کسان مړه شوي

author avatar
28 Sep 2024 - 16:19
امریکا کې د توپان له امله ۴۳ کسان مړه شوي
author avatar
28 Sep 2024 - 16:19

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د امریکا د سویل – ختیځ په پراخو سیمو کې د «هلن» توپان له امله چې د سختو سېلابونو راوتلو لامل هم شوی، لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دې طبیعي پېښې په سیمه کې د برېښنا پایې هم اغېزمنې کړې دي او د څه باندې څلور میلیون کورونو او کاروبارونو برېښنا قطع شوې ده.

د یاد توپان له امله په بندرونو کې ډېرې کښتۍ تخریب شوې، موټرونه ډوب شوي او سړکونو له اوبو ډک دي.

ورته مهال، د هلن سخت ورښتونه هم په ډېرو سیمو کې د سېلابونو راوتلو لامل شوي او اوروژونکي او پولیس په اغېزمنو ایالتونو کې په اوبو کې د زرګونو کسانو د ژغورلو لپاره عملیات ترسره کوي.

ورته مهال، د امریکا په شمالي فلوریډا، جورجیا او د کارولینا په دوو شمالي او جنوبي ایالتونو کې هم د دوړو او باد په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.