ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت: تېرو درېیو کلونو کې کونړ کې ۲۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د مخابراتو وزارت: تېرو درېیو کلونو کې کونړ کې ۲۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

author avatar
28 Sep 2024 - 18:13
د مخابراتو وزارت: تېرو درېیو کلونو کې کونړ کې ۲۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي
author avatar
28 Sep 2024 - 18:13

اسعداباد (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وازرت سرپرست کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰ نويو مخابراتي سایټونه په جوړېدو سره لسګونه زره کسان له مخابراتي خدمتونو برخمن شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني نن کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ځايي مسوولینو او قومي مشرانو سره په غونډه کې وویل، له تېرو درېیو کالونو راهیسې کونړ کې ۲۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

نوموړي وویل: «د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې د کونړ خلکو اړتیاوو او غوښتونو ته په کتو، د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۲۰ نوي سایټونه فعال شوي دي چې په مټ یې لسګونو زرو کسانو ټلیفوني او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړی دی.»

هغه زیاته کړه، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، ټول هېواد کې له زرو کیلومترو څخه ډېر د نوري پایبر شبکې لاینونه غځېدلي او ترڅنګ یې د کونړ په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې نږدې ۵۰۰ د بېلابېلو مخابراتي شبکو نوي سایټونه فعال شوي دي.

نوموړي وویل، په پلان کې لري چې د هېواد په ټولو سیمو کې ټلیفوني او انټرنیټي اسانتیاوې رامنځته او د بیو د ټیټوالي ترڅنګ یې د چټکوالي لپاره هم جدي هڅې وکړي.

هغه د خپل سفر پرمهال کونړ کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوند د کمپیوټر زده‌کړو ښوونیز مرکز سره د ۴۰ پایه لپ‌ټاپ کمپيوټرونو د مرستې ترڅنګ دغه ریاست کې د ۷.۵ کیلوواټه جوړې شوې لمریزې بریښنايي شبکې پرانېسته هم وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.