ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو اترو بل بدیل نشته»

«له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو اترو بل بدیل نشته»

author avatar
28 Sep 2024 - 11:08
«له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو اترو بل بدیل نشته»
author avatar
28 Sep 2024 - 11:08

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو، چین، ایران او پاکستان دې پایلې ته رسېدلي چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو اترو بل بدیل نشته.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې یاده څلور اړخیزه ناسته د افغانستان په اړه د چین، ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر ترمنځ ترسره شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «ټولو خواوو د افغانستان د حل او فصل پر وړاندې خپلې کړنلارې پرتله کړې او ټینګار یې وکړ چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو محترمانه خبرو اترو او ګډو اړیکو بل بدیل نشته.»

دا غونډه د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي ناستې په څنډه کې جوړه شوې ده.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو ۷۹مه عمومي غونډه تېره اونۍ د سه‌شنبې په ورځ پیل شوه.

د هېوادونو چارواکي په یاده ناسته کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.