فراه (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د فراه سیمهییز مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه شوي او یوولس نور ټپيان دي.
د فراه ولایت د فراهرود ولسوال محمدصادق جهادمل پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د دغې ولسوالۍ چکاب سیمه کې د یوه مسافروړونکي او ټیلر موټرونو ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
هغه دغهراز وویل، نن له غرمې وروسته ماسپښين مهال یوه بله ترافیکي پېښه هم د یادې ولسوالۍ په چکاب سیمه کې رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه، دغه پېښه د یوه ټویټا موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې چې پنځه کسان پکې مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
ولسوال وویل، د پېښو ټپيان پر وخت د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادو ټرافیکي پېښو لامل تراوسه نه دی څرګند، خو دغه ډول پېښې ډیری وخت د سړکونو د خرابوالي، د موټر د تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن