ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې سوداګرې مېرمنې: د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دې بېرته پیل شي

لغمان کې سوداګرې مېرمنې: د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دې بېرته پیل شي

author avatar
29 Sep 2024 - 17:47
لغمان کې سوداګرې مېرمنې: د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دې بېرته پیل شي
author avatar
29 Sep 2024 - 17:47

مهترلام (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳) : لغمان کې یو شمېر سوداګرې میرمنې له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو درېدلې چارې بېرته پیل کړي.

د دغه مارکېټ د جوړولو چارې د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې خو اوس درېدلې دي.

د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د یوې کوچنۍ کارخونې مسوولې روبینې پژواک خبري اژانس ته وویل، په مخکني حکومت کې د ښار جوړونې وزارت له لوري دغه ولایت کې مېرمنو ته د یوه ځانګړي سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې پیل شوې وې چې اوس نیمګړې پاتې دي.

هغې وویل: «زه په‌خپل کور کې د ښځینه جامو ګنډلو تر څنګ د مرۍ ګنډلو یو وړه کارخونه لرم چې هم مهاله راسره ۷ نورې ښځې هم کار کوي خو د مناسب بازار د نشتون له امله مې کاروبار پرمختګ نه کوي، له مسوولو چارواکو غوښتنه کوم چې د مېرمنو د سوداګریز مارکېټ په جوړولو سره دې زموږ لاسنیوی وکړي څو موږ ټول وکولای شو په اسانۍ سره خپل هر ډول تولیدات بازار ته وړاندې کړو.»

 ورته مهال، یوه بله سوداګره نورینا وایي، د مخکیني حکومت پرمهال د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري ورته د اچار، مربا او روب جوړولو لپاره اړین مواد او تخنیکي وسایل ورکړل شوي دي خو د یو منظم سوداګریز مارکېټ د نشتون له امله یې کاروبار پیکه دی.

نورینا غوښتنه کوي چې که د یاد سوداګریز مارکېټ چارې بشپړې شي، د دوی کاروبار به ورسره پراخ او ګڼ شمېر ښځې به په‌کې په کار بوختې شي.

دغه‌راز، د لغمان ولایت د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې استازې دیبا سمندري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې له دوی سره پنځه سوه میرمنې ثبت دي چې په خپلو کورونو کې په کوچنیو کاروبارونو بوختې دي.

هغې وویل: «مونږ تل د سوداګرو مېرمنو لپاره هڅه کوو چې د دوی لپاره یو مناسب مارکيټ جوړ او فعال کړو او په دې اړه مو د لغمان ولایت مقام، اقتصاد ریاست، سوداګرۍ او صنعت ریاست او د امر بالمعروف ریاست له مسوولینو سره هم ناستې کړې دي.»

په همدې حال کې، د دغه ولایت د ښار جوړونې رییس مولوي حسین‌احمد تېلوي وايي، د تېر جمهوري نظام د ښارجوړونې وزارت له لوري په ۱۳۹۷ کال کې د مهترلام ښار اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د سوداګرو مېرمنو لپاره د ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په پنځه جریبه ځمکه کې د یو سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې روانې وې چې د نوي نظام له راتلو سره سم یې کارونه په ټپه ودرېدل.

هغه وویل، د یاد سوداګریز مارکېټ شاوخوا ۷۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې خو د پاتې کارونو د ترسره کېدو په موخه یې له وزارت سره خبرې کړې دي.

هغه ډاډ ورکړ چې یو شمېر موسسې دې ته چمتو شوې چې د یاد سوداګریز مارکېټ پاتې چارې بشپړې کړي.

خو د دغه ولایت د اقتصاد رییس مولوي جان‌محمد حامد وايي، د یاد مارکېټ پاتې چارې به ډېر ژر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له لوري پیل او بشپړې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.