Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالطیف منصور: هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه‌دي روانې

ملا عبدالطیف منصور: هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه‌دي روانې

author avatar
29 Sep 2024 - 15:45
ملا عبدالطیف منصور: هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه‌دي روانې
author avatar
29 Sep 2024 - 15:45

ترینکوټ (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، تېره ورځ اروزګان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه دي روانې، بلکې لګښتونه یې له ولس څخه په راټولېدونکو مالیاتو پوره کېږي.

د اسلامي امارت د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور چې تېره ورځ یې اروزګان کې د یوې پروژې د پیل مراسمو کې وینا کوله، وویل، یو شمېر مغرضې کړۍ د اسلامي‌ امارت د بدنامۍ لپاره داسې اوازې خپروي چې هیڅ حقیقت نه‌لري.

هغه وویل، په دې وروستیو کې له همدې ادرسونو څخه داسې اوازې خپرېږي چې امریکا له اسلامي‌امارت سره ډالري مرسته کوي او د همدې مرستو پر مټ د حکومت‌ولۍ چارې روانې دي.

هغه زیاته کړه: «اسلامي‌امارت امریکا ته ماتې ورکړې ده او امریکا د دې پر ځای چې له اسلامي‌ امارت سره مرسته وکړي، لسیزې به د خپلې ماتې د لامل او غچ اخیستو فکر کوي.»

نوموړي وویل، هغه پیسې چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره را استول کېږي، لومړی یوه بانک ته لېږدول کېږي او بیا له هغه وروسته د موسساتو له لوري په مصرف رسېږي.

د هغه په خبره، هېواد کې روانې دولتي چارې او د بیارغونې کارونه د ولسونو په مالیاتو او د ګمرکي عوایدو په مرسته ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې چې د ټولو لګښت له کورنیو عوایدو څخه پوره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.