کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت وايي، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې «د افغانستان برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو وړاندې کولو» کنفرانس کې د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې له برېښنا پرته په هېواد کې هيڅ ډول پرمختګ شونی نه دی او غواړي هغو موخو ته ځان ورسوي چې د دغه عصر تقاضا ده.
هغه وویل: «دا مهال په هېواد کې د برېښنا د توليد برخه کې ډېر ښه فرصتونه شتون لري، هېواد امن شوی او پانګهوال کولای شي په پوره اطمینان پانګونه وکړي... دا مهال افغانستان کې د څلور میلیارد ډالرو په اندازه د پانګونې فرصتونه شته؛ پر کورنيو او بهرنيو پانګهوال مو غږ دا دی چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي.»
عمر پر نړۍ غږ وکړ چې برېښنا، تعلیم او روغتیا باید سیاست ته دننه نه کړي، افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او د خلکو حق دی چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې او پراخې کړي، او نړۍ په دې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.
هغه دغه راز ځینو ستونزو ته په اشاره وویل: «موږ د شبکې اصلاح په تېره د مېترونو اصلاح ته اړتیا لرو، اوس هم له پنځه لکو زیات هغه مېترونه پاتې دي چې له سیستم سره نه دي نښلول شوي، دا د تېرو لسیزو هغه ستونزه ده چې موږ ته په میراث راپاتې ده او موږ په کم وخت کې پراخو پرمختګونو ته لار پرانيسته.»
د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس وايي چې تر شل میلیارده زیات باقیات پر پېرودونکو پاتې دي چې ډېری یې پر دولتي ادارو او پخوانیو سیاسیونو دي، خو له دې ستونزو سره سره یې بیا هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
د یاد شرکت د پانګوې راجلبولو څانګې مشر فریدالله شرفمل وویل چې افغانستان د برېښنا د تولید برخه کې ښه فرصتونه لري چې پانګهوال کولای شي پانګونه په کې وکړي.
هغه زیاته کړه، افغانستان له اوبو د ۲۴ زره میګاواټه، له لمره د ۲۲۲ زره میګاواټه، له باده د ۶۷ زره میګاواټه، له کثافاتو د څلور زره میګاواټه او د ډبرو له سکرو د زرګونو میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د ریاستالوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننني کنفرانس کې وویل چې د برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا ټول پورونه خلاص کړي او دا مهال په هېواد کې د برېښنا د تولید برخه کې ښه فرصتونه شته.
دی زیاتوي: «موږ کوښښ کوو په هره برخه کې ښه پرمختګونه ولرو، غواړو پانګهوالو ته د پانګونې زمينه برابره کړو څو افغانستان د خودکفايۍ لور ته ولاړ شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په ننني کنفرانس کې وویل، ټولې صنعتي چارې له برېښنا پرته ناشونې دي او د افغانستان برېښنا شرکت په ډېرو سختو شرایطو کې صنعتکارانو ته د شته برېښنا ډېره برخه په واک کې ورکړې ده.
هغه وویل: «نن خصوصي سکټور د اسلامي امارت د ملاتړ پایله کې دې ته چمتو شوی چې خپلې پانګونې پراخې او زیاتې کړي.»
دغه راز، د افغانستان د چاپېریالساتنې مسلکي مرستیال زینالعابدین عابد په نننۍ ناسته کې پر پانګهوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې هغو برخو کې پانګونه وکړي چې چاپېریال ته په کې زیان وانه وړي.
د ناستې په پای د برېښنا او درېيو خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه لمریزې او حرارتي برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک کړې.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان څلور زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو دا مهال زر میګاواټه برېښنا چې ۸۴ سلنه یې وارداتي ده، لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP