ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه

غزني کې د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د یوه روغتیایي ټیم له لوري د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه.

د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدځیرک ځیرک پژواک ته وویل، د دوى د وړانديز پراساس عامې روغتيا وزارت دغه ولايت ته د پلاستيکي جراحۍ متخصصين استولي او له دوو ورځو راهیسې يې حوزوي روغتون کې د پرې شونډو او پرې تالو ماشومانو عملیاتونه پیل کړي دي.

نوموړي وویل، د غزني مرکز او ۱۸ ولسوالیو هغه اوسېدونکي چې د بې‌وزلۍ له امله یې نشوای کولای د خپلو پرې شونډو ماشومانو درملنه وکړي، په دغه ولایت کې یې ماشومانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل، ټاکل شوې چې دا لړۍ په دغه ولایت کې تر درېیو ورځو پورې دوام وکړي خو په وینا یې، هر څومره ماشومان چې پر دې ناروغۍ اخته وي په هماغه اندازه یې د درملنې وخت هم تمدیدېږي.

هغه زیاته کړه، په شخصي روغتیایي مرکزونو کې د پرې شونډو ماشومانو په درملنه له ۲۰ تر ۸۰ زره افغانیو لګښت راځي چې بې‌وزله خلک یې د ورکولو وس نه لري.

 دغه‌راز، د دغه روغتيايي ټيم مشر ډاکټر عبدالغفار غیور پژواک آژانس ته وویل، دغه بهير په غزني کې له بې‌وزلو کورنيو سره د مرستې په موخه پيل شوى او هڅه کوي چې د روانې اونۍ تر پايه په روغتون کې د ټولو پرې شونډو ماشومانو عملیاتونه تر سره شي.

هغه وایي، اوسمهال د درملنې لپاره ۶۰ ماشومان راجستر شوي چې د پنځوسو عملیاتونه یې تر سره شوي او دا لړۍ تر درېیو ورځو پورې دوام لري.

 په همدې حال کې، يو شمېر هغه کسان چې خپل ماشومان يې د جراحۍ لپاره حوزوي روغتون ته راوړي، د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره د دغه ډول فرصت د رامنځته کېدو هرکلى کوي او غواړي چې په روغتيايي برخه کې وړيا فرصتونو دوام وکړي.

د اجرستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي تاج محمد چې خپله ۱۲ کلنه لور یې د درملنې په موخه یاد روغتون ته راوستلې وایي: «کلونه کېږي چې لور مې د پرې شونډې پر ناروغۍ اخته وه، په وار وار مې خصوصي روغتونونو ته مراجعه کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې ونه شوای کولای چې د خپلې لور درملنه وکړم، اوس خوښ یم چې دا پروګرام په وړیا ډول برابر شوی.»

یو بل کس عمران وویل: «ډېر ځله مې پرېکړه کړې چې خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړم، خو نه یم توانېدلی چې د خپل زوی درملنه وکړم، اوس چې په وړیا ډول د دې ناروغۍ د درملنې زمینه برابره شوې خوښ یم.»

د ډاکټرانو په خبره، د ماشومانو دغې او دې ته ورته نوري ناروغۍ د امېدوارۍ پرمهال د مېندو لخوا په خپلسري توګه درملو د کارولو له امله پيدا کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.