کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): راپورونه وايي چې د اسرائیل له لوري پر لبنان تاز هوایي بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۵۹ نور ټپیان دي.
امریکا غږ د لبنان عامې روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه بریدونه تېره ورځ شوي دي.
د لبنان عامې روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیل په تاز هوایي بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۵۹ نور ټپیان دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت نه دي ویلي چې وژل شوي کسان عام خلک که د حزبالله غړي دي، خو له سیمې راپورونه وایي چې په دغو بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په روانه اونۍ کې په لبنان کې د حزبالله پر وسلهوالو د اسرائیلي ځواکونو بریدونه ډېر شوي او د همدې تېرې جمعې په ورځ په هوایي برید کې د حزبالله مشر حسن نصرالله هم ووژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP