کابل (پژواک،۹ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي، په کابل ښار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي ریاست پر کارکوونکو او بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو د بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن (دوشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، د «فتنهګرو» د هغه ګروپ مهم غړي نیول شوي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې په کابل او په بامیان ولایت کې یې پر بهرنیو سیلانیانو بریدونو کې لاس درلود.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو ځانګړو قطعو په کابل او ننګرهار کې د دغو کسانو پر ضد عملیات کړي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي: «د دغه برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځایه يو تاجک تبعه هم نیول شوی چې د ځانمرګي بريد پلان يې درلود؛ له دغه پټنځایه یو چاودېدونکی واسکټ، دوه میله وسلې او مهمات د مجاهدینو د ځانګړو قطعو له لوري کشف او نیول شوي دي.»
د اعلامیې له مخې، په څېړنو کې معلومه شوې چې په کابل ښار کې پر فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي ریاست پر کارکوونکو بریدکوونکي د بلوچستان له مستونګ سیمې د خراسان په نوم د داعش څانګې له یوه تعلیمي کمپه افغانستان ته راغلي وو.
مجاهد زیاته کړې چې له دغو عملیاتو وروسته په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو شمېر نورو عملیاتو کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي او په دوی کې داسې کسان هم شته چې تازه د بلوچستان له مستونګ څخه د خراسان په نوم د داعش څانګې له یوه تعلیمي کمپه افغانستان ته راغلي وو.
سرچينې څرګنده کړې، د ځانګړو قطعو له لوري د داعش د له منځه وړلو وروسته، د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځينو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خيبر پښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته مرکزونه او تعليمي کمپونه لري.
په اعلاميه کې دغه راز راغلي: «له دغو نوو مرکزونو هم په افغانستان او هم په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي او هم په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي ډلو غړي په نښه کوي او ځینې کړۍ د خپلو ناوړه اهدافو لپاره له دوی استفاده کوي.»
د يادونې ده، په کابل ښار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست پر کارکوونکو برید د روان کال د وږي په ١٢مه د کابل ښار د دارالامان پر سړک د دغه ریاست ودانۍ ته څېرمه وشو.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هغه مهال ویلي وو چې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن