کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د ترکمنستان د برېښنا وزیر د راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون غځولو او لاسلیک په موخه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ته عشقاباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان برېښنا او انرژۍ له وزیر سپاروف انا ګیلدي سره ټیلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د ترکمنستان برېښنا وزیر ته ډاډ ورکړ چې ټولې اقتصادي همکارۍ به لا زیاتې، پراخې او ډاډمنې شي او د ستونزو پر وخت حل او شریکول به د دواړو هېوادونو ګډې اقتصادي ستراتيژیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکمنستان برېښنا وزیر په دې ټیلېفوني اړیکه کې دوه اړخیزې همکارۍ مهمې وبللې او د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ته یې عشقآباد ته د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک او غځولو بلنه ورکړه.
د ترکمنستان برېښنا وزیر سپاروف انا ګیلدي دې ټیلیفوني اړیکه کې د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي او یو شمېر نورو پروژو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د ترکمنستان هېواد برېښنا وزېر څخه د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژې پرانېست غونډه کې د مېلمه پالنې لپار مننه وکړه او ددې پروژې په ګډون یې د برېښنا اړوند نورو لېږد، جذب او پراختیايي پروژو چارو چټکتیا او پرمختګونو په اړه معلومات او ډاډ ورکړ.
د راپورونو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره۴۳۰ مېګاواټه له ازبکستانه، ۴۴۰ میګاواټ برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي او د دې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP