Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي

بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي

author avatar
1 Oct 2024 - 15:50
بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي
author avatar
1 Oct 2024 - 15:50

مزارشریف (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د مزارشریف ابو علي‌سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د مزارشریف ابو علي‌سینا بلخي حوزوي روغتون د وینې بانک مسوول حیات‌الله سالار پژواک خبري اژانس ته وویل چې بلخ کې ۲۴۴ ماشومان چې رسما ورته کارټونه ورکړل شوي، پر تلسیمیا ناروغۍ اخته دي.

نوموړی زیاتوي چې د وینې بانک اونۍ کې درې ورځې (شنبه، دوشنبه او چهارشنبه) په وړیا توګه یادو ناروغانو ته وینه ورکوي.

سالار که څه هم وایي چې د تلسیمیا او هموفلیا ناروغانو لپاره د بېلابېلو کمپاینونو له لارې وینه راټولوي خو له خلکو غواړي چې یادو ناروغانو ژوندي پاتې کېدو په موخه دوی ته وینه ورکړي.

په همدې حال، د مزارشریف ابو علي‌سینا بلخي حوزوي روغتون د ماشومانو برخې ډاکټر حبیب‌الله پژواک ته وویل، تلسیميا یوه ارثي ناروغي ده او د جنیټکي اختلالاتو له امله رامنځته کېږي؛ دغه ناروغان باید د اړتیا پر مهال له روغتیايي مرکزونو څخه په منظم او دوامدار ډول وینه ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي چې په هېواد کې پر تلسیميا اخته ناروغان یوازې په منظمه توګه د وینې په تطبیق سره ژوندي پاتې کېدای شي، خو پوره درملنه یې په هېواد کې دننه ناشونې ده.

بلخوا، پر تلسیمیا اخته ناروغان وايي، دوی ته په تدریجي ډول په میاشت کې يو ځل يا هم دوه ځلې وينه په کار ده، که وړیا پیدا نه شي، کورنۍ يې دومره توان نه لري چې وینه ورته وپېري.

دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د بلخ یوې اوسېدونکې صاحبه چې د همدې ناروغۍ له امله خپله لور او زوى یې له لاسه ورکړي، پژواک ته وويل چې دوه نور ماشومان يې پر ورته ناروغۍ اخته دي.

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې پر تلسیميا اخته ناروغانو ته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.

عبدالقیوم د بلخ بل اوسېدونکي چې یو زوی یې پر دې ناروغۍ اخته دی، هم پژواک ته وویل، د زوى د درملنې توان نه لري، حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمينه برابره کړي.

همدارنګه تجلا پر دې ناروغۍ اخته ماشومه بیا له خلکو غواړي څو دوی ته د وینې په ورکړې سره یې ژوند وژغوري او له حکومته غوښتنه کوي چې د درملنې لپاره یې بهر ته ولېږدوي.

تلسیمیا چې په عامه اصطلاح د وینې سرطان په نوم هم یادېږي د هډوکي د مغز پیوند له لارې یې درملنه کېږي خو دغه چاره په افغانستان کې شونې نه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.