Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

پل‌علم (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي، کشفي او استخباراتي ځواکونو هغه ماشوم له انسان‌تښتوونکو ژغورلی چې درې میاشتې مخکې د دغه ولایت له مرکز پل‌علم څخه ایران ته تښتول شوی و.

د لوګر امنیه قوماندان مولوي محمدالدین شاه محبت د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد ماشوم چې شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري او په اصل کې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سفیدسنګ سیمې اوسېدونکي دی، درې میاشتې مخکې د پل‌علم له هوني سفلی سيمې نادرکه شوی و.

نوموړي زیاته کړه، یاد ماشوم ایران ته تښتول شوی و او د ازادولو بدل کې یې د هغه له کورنۍ سلګونه زره افغانۍ هم غوښتې وې خو د پیسو له ورکولو مخکې امنیتي ځواکونو وژغوره.

محبت زیاته کړه، د یاد ماشوم د اختطاف په تړاو دوه کسان نیول شوي، هغوی اعتراف وکړ او ماشوم یې له ایرانه بېرته افغانستان ته راانتقال کړ.

د ازاد شوي ماشوم پلار محمدظاهر وویل، زوی یې نعمت‌الله نومېږي او د پل‌علم له هونې سفلی څخه درې میاشتې مخکې ایران هېواد ته تښتول شوی و.

هغه زیاته کړه، تښتوونکو یې زوی څو ځلې سخت ډبولی او د ډبولو ویډيوګانې یې دوی ته په دې موخه استولې څو پيسې ورکړي.

ظاهر له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې زوی یې د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پېښې اصلي عاملینو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.