کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې نن (سهشنبه) د لبنان د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې د حزبالله پر وړاندې پر دغه هېواد د «محدود» په نوم د اسرائیل مستقیم ځمکنی برید پیل شوی دی.
د راپور له مخې، اسرائیل د لبنان پلازمېنې بیروت په سوېلي برخو کې ډېر هوايي بريدونه کړي او د اوسېدونکو د تخلیې له امر وروسته یې پر څو سیمو بمباري کړې ده.
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې پر یاد هېواد د تېرې ورځې (دوشنبې) بريدونو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.
ورته مهال، الجزیرې په یوه بل راپور کې هم ویلي چې د سوریې پر پلازمېنه دمشق د اسرائیل بریدونو کې هم درې کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
په راپور کې راغلي چې د ټلوېزیون یو خبریال صفا احمد هم په یادو بریدونو کې وژل شوی خو لا روښانه نه ده چې هغه په درېيو مړو شوو کسانو کې دی که نه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن