جلالاباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه کښتۍ د کونړ سیند اوبو کې چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
مسوولین وايي، دغه کښتۍ - چې ۱۷ کسان په کې سپاره وو - د توپان له امله چپه او ډوبه شوې ده.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوال مولوي روحالله حقمل وايي، د کوز کونړ ولسوالۍ د کاشکوټونو او سربند سيمه کې پرون مازديګر د تېزې سيلۍ له امله يوه کښتۍ چې ۱۷ کسان په کې سپاره وو چپه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په پېښه کې د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.
نوموړی وويل، له سينده نهه کسان ژوندي او د يوې مېرمنې په ګډون د څلور جسدونه را ايستل شوي او د يوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو جسدونه لا نه دي موندل شوي.
ولسوال زیاته کړه چې په دې پېښه کې يو سوزوکي موټر هم اوبو کې ډوب شوی دی.
دی زياتوي چې مسوولین د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي، د ټپیانو او جسدونو په را ایستلو او روغتون ته د لېږد برخه کې یې همکاري کړې ده او د پاتې جسدونو پلټنه روانه ده.
بلخوا، د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وياند نقیبالله رحیمي پژواک ته وويل چې له یادې پېښې څلور کسان په ټپي حالت کې روغتون ور وړل شوي دي.
کاشکوټونه د کونړ سیند ته څېرمه د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند سیمه ده او خلک یې د تګ راتګ لپاره له کښتیو ګټه اخلي چې کله ناکله له داسې پېښو سره مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP