ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ له یوې هندي کپمنۍ سره درې کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ له یوې هندي کپمنۍ سره درې کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

author avatar
1 Oct 2024 - 18:11
د افغانستان کرکټ بورډ له یوې هندي کپمنۍ سره درې کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ
author avatar
1 Oct 2024 - 18:11

کابل( پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له یوې هندي کمپنۍ سره یې د راتلونکو درېیو کلنو لپاره د لوبو د نشراتو او رسنیزو حقوقو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړې دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن د یوې ناستې په لړ کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د فایربرډ په نوم له هندي شرکت سره د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو د پروګرام یا (FTP)  د پروډکشن یا نشراتو او رسنیزو حقوقو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د درېیو کلونو لپاره به دوام ومومي.

خبرپانه کې راغلي چې د یاد قرارداد او هوکړه‌لیک له مخې به فایربرډ شرکت د ۲۰۲۴ کال له جولای میاشت څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې د افغان ملي لوبډلې د لوبو پروډکشن او نشرات کوي چې سربېره پر دې یې رسنیز حقوق هم یاد شرکت ترلاسه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه‌راز به د راتلونکو سیالیو د پروګرام (FTP) ترڅنګ که نورې دوه اړخیزې سیالۍ هم تنظیم او ترسره کېږي، نو لومړی به یې بحث له یاد شرکت سره کېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر پروډکشن کمپینو سره لیدنې وکړې چې په پایله کې یې فایربرډ شرکت د غوره کیفیت او خدمتونو وړاندې کولو له امله د یادې مودې لپاره په پام کې ونیول شو چې بالاخره نن یې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ قرارداد لاسلیک کړل شو.

سرچینې ویلي، پر دې سربېره د یاد شرکت یوه بله ښېګڼه دا هم ده چې د پروډکشن په بدل کې افغانستان کرکټ بورډ ته د رسنیزو حقوقو لپاره لوړه اندازه مالي امتیاز ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي: «موږ په پیل کې له ډېر شمېر میډیا پروډکشن کمپنیو سره ناستې وکړې چې په پایله کې له شک پرته فایربرډ پروډکشن کمپنۍ او شرکت د غوره کیفیت او خدمتونو او دغه راز د مسلکي تجربې درلودلو له امله غوره شو.))

دغه‌راز، د یاد شرکت یوه مسوول دیپک جېسواني هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغان ملي لوبډلې د لوبو د پروډکشن او تولید او دغه راز رسنیزو حقوقو د قرارداد د لاسلیک په اړه خوښي وښوده او په وینا یې دوی خوشحاله دي چې د کرکټ نړۍ له یوه پېژندل شوې او پياوړي لوبډلې د پروډکشن او تولید او دغه راز رسنیز حقوق ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه:«موږ به تل په دې هڅه کې یو، ترڅو څرنګه افغان کرکټ ته لا ډېره ښکلا ورکړو او له دې لارې ورته ښه کمپاین وکړو، ځکه افغان لوبډله د دې حق لري چې د لوبو نشرات یې په لوړ او غوره کیفیت سره وشي، ځکه د نړۍ غوره او پياوړې لوبډله ده او زه خوښ یم چې نن په رسمي ډول د یادې سترې لوبډلې د لوبیزو نشراتو حقوق ترلاسه کوم او قرارداد یې لاسلیکوم.»

کرکټ بورډ ویلي چې د یاد قرارداد د لاسلیک پر مهال د دواړو ادارو ځینو نورو مسوولینو هم شتون درلود چې دغه هوکړه لیک یې د دواړو ادارو په ګټه وباله.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.