کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان ماليې وزارت وايي، تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست کارکوونکو په پنځو ولایتونو کې نږدې ۶۸ ټُنه بېلابېل توکي - چې قاچاقکوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي - نيولي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه توکي د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هرات، نیمروز، فراه، ننګرهار او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.
سرچینه زیاتوي: «په نیول شوو توکو کې۲۲ ټُنه د موټرو رنګ، ۱۰.۲۴۰ ټنه مالګه، اته ټُنه تشې بوجۍ، ۸.۵ ټُنه نخي تار، ۲۱۲۸ کیلوګرامه نباتي غوړي، ۴۸۱۴ کیلوګرامه چاکلېټ، ۴۰۴۰ کیلوګرامه انساني درمل، ۲۱۵۹ کیلوګرامه رُب، ۱،۲ ټُنه حیواني درمل، ۱۸۱۵ کیلوګرامه شامپو، ۸۵۰ کیلوګرامه ککاو، ۲۰۰ کیلو ګرامه بیسکېټ، ۱۰۸ کیلوګرامه وچې شیدې، ۲۰۰ کیلوګرامه د قیلون مواد، ۱.۴ ټُنه لواشک، ۲۲۰ کیلوګرامه د لوښو وینځلو مایع او ۱۳ کیلوګرامه پروټین شامل دي.»
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي او تورن کسان د نورو کړنو په موخه اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
د یادوني وړ ده، د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هېواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP