مزارشریف (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د پوهنې ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د فردوسي لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښوونځی د لس میلیون افغانیو په لګښت «له پوهنې د افغانانو ملاتړ» په نوم موسسې په مالي لګښت د اوو میاشتو په موده کې جوړېږي.
د یاد ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د بلخ د پوهنې رییس محمدشریف عثماني زدهکړې د انسانانو له بنسټیزو اړتیاوو ګڼلې او له نورو موسسو، خیریه بنسټونو او سوداګرو یې غوښتي څو د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دغه ښوونځي د جوړېدو هرکلی کوي.
د یادې سیمې قومي مشر غوثالدین له حکومت او یادې موسسې د دغه ښوونځي جوړېدو په پار مننه وکړه او په نورو برخو کې یې هم له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP