Language

درېیو ولایتونو کې د درېیو چک‌ډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): مسوولین وايي چې په فراه، کونړ او لغمان ولایتونو کې د څه باندې ۱۶ میلیون او ۹۵۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو چک‌ډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په دهک کلي کې د څه باندې ۷.۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې بشپړې شوې

سرچینې لیکلي چې دغه چک‌ډیم د ۶۸ متره اوږدوالي او پنځه متره لوړوالي په درلودو سره د ۲۴ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

 دغه راز، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري نن ‎په یوه‎ خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د «صافو شولط» چک‌ډیم پروژه د څه باندې پنځه میلیون او ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه شوه.

د دغه وزارت په بله خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولايت د مرکز اړوند د ګلارام چک‌ډیم پروژه هم د ۳۰ متره په اوږدوالي، څلور متره په  لوړوالي او د ۳۷۰۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت د ۴.۲ میلیون افغانيو په لګښت بشپړه شوه.