Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته ولاړ

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی «د مسکو فارمټ» په شپږمه مشورتي ناسته کې د ګډون په موخه روسیي ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.

سرچينې لیکلي، تمه ده متقي د تلې په دیارلسمه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره هم پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري.

د یادونې ده چې د وږي په ۲۸ مه  په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ته ‎ د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

متقي په یاده لیدنه کې د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته یو فرصت بللی و چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او دسیمې هېوادونو له استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.