Language

راشدخان د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندۍ کې دویم ځای خپل کړ

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشدخان د توپ‌اچونې برخه کې دویم ځای خپل کړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندي خپره کړې ده.

په دې درجه‌بندي کې د توپ‌اچونې برخه کې راشدخان د ۶۶۸ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړی دی.

دغه راز د توپ‌اچونې په دې تازه درجه‌بندۍ کې د سوېلي افریقا لوبغاړی مهاراجا لومړی، هندي توپ‌اچوونکی کولدیپ یادو درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د نړۍوالې شورا په درجه‌بندۍ کې د توپ‌وهونکو په نوملړ کې رحمن‌الله ګربز ۸ مقام ترلاسه کړی و.