Language

میدان‌وردګو کې د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د ميدان‌وردګو د ورزش برخې مسوولین وایي، د دغه ولایت د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ د غوراوي سيالۍ پيل شوې.

د ميدان‌وردګو د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح الله وهاج رسنیو ته وویل، دغه سيالۍ د دغه ولایت په کچه د پهلوانۍ فدراسيون له لوري جوړې شوې چې یوه ورځ به دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو د په نښه کولو په موخه جوړې شوې دي.

بل لور ته، لوبغاړي د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د یادو سیالیو یوه پهلوان جلات خان پژواک ته وویل چې ورزش د روغتیا ضامن دی او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

هغه ټینګار وکړ چې د لوبغاړو د هڅونې او وړتیا لوړولو په موخه باید همیشه دغه ډول سیالۍ جوړې شي.