ګردېز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د پکتيا په روحاني بابا او سيدکرم ولسواليو کې د نهه ميليون افغانيو په لګښت دوه کانالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د مسوولينو په وينا، ياد کانالونه د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته جوړ شوي دي.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمدکريم فاتح وويل چې په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ګاويانې کانال د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او د سيدکرم ولسوالۍ کوز سيجنک کانال د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي جوړ شول.
هغه همداشان وويل چې د ګاويانې کانال ۱۲۵۰ هکتاره ځمکه او د کوز سيجنک کانال بيا ۳۳۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
هغه زياتوي چې د يادو دوو کانالونو له جوړېدو سره به د اوبو ضايع کېدو مخنيوی وشي او شاوخوا ۱۵۸۰ کورنی به ترې استفاده کوي.
ورته وخت کې خلک هم د یاددو کانالونو جوړېدو ته خوښ دي.
د روحاني بابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره د اوبو ضايع کېدو مخنيوی وشو او اوس به ډېرې ځمکې خړوبې شي.
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت او مؤسسې دې په دې سيمه کې د اوبو مديريت لپاره د چکډيمونو او سربندونو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د سيمې يو بل اوسېدونکي محمدولي هم پژواک ته وويل چې پخوا به ډېرې اوبه ضايع کېدې او کرنيزو ځمکو ته به نه رسېدې خو د کانال په جوړېدو دغه ستونزه حل شوه.
د مسوولينو په وينا، د ياد دوو کانالونو جوړولو چارې په ۱۴۰۲ کال کې پيل شوې وې او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې وه.
Views: 23
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP