ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز او لوګر کې نږدې ۴۶ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم وېشلو لړۍ پيل شوه

کندوز او لوګر کې نږدې ۴۶ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم وېشلو لړۍ پيل شوه

 کندوز- پل‌علم (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): مسوولین وایي چې په کندوز او لوګر ولایتونو کې ۴۵ زره او ۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان مشر ریچارد ترینچارد کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، په دغه ولایت کې ۳۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه.

هغه وویل: «مونږ د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړې، ۳۶ زره کروندګرو ته کندوز کې او په ټول افغانستان کې اته سوزه زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکوو.»

ده زیاته کړه، په دغه مرسته کې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او په همدې اندازه توره سره شامل دي.

بل لور ته، کروندګرو هم دغو مرستو ته خوښ دي.

په کندوز کې یوه کروندګر صادق پژواک ته وویل، د اصلاح شوو تخمونو پر وېش خوښ یو، د عادي تخم په پرتله د دغو تخمونو حاصل ډېر ښه وي.

دغه‌راز، د یو بل خبر له مخې، لوګر کې هم زرګونو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم د وېشلو پيل شوه.

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه اصلاح شوی تخم د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې پر سروې شوو ۹۵۰۰ بزګرانو وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هر بزګر ته ۱۵۰ کېلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ورکول کېږي.

دغه‌راز، د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور وویل، اړتیا ده چې د عصري کرنې برخه کې د کروندګرو او بڼوالو لاسنیوی وشي.

نوموړي په کرنې او مالدارۍ وزارت او نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې د لوګر ولایت د کروندګرو او بڼوالو دوامداره ملاتړ وکړي.

د مرکز پل‌علم یوه بزګر زیړګل پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کرنې له ریاسته یې ۱۵۰ کېلوګرامه غنم او کیمیاوي سره ترلاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان هر کال له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو مرسته کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.