Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اتو ولایتونو کې د باران، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې ویاند مولوي عبدالله جان سایق په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال د روانې تلې میاشتې له لومړۍ تر اوسه پورې په غزني، لغمان، ننګرهار، فراه، بادغیس، پکتیا، هرات او دایکنډي ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله نږدې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

دی وايي، په یاده موده کې ۱۰۹ کورونه یو څه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۵۰ جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

هغه زیاته کړې، پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادار‎ې له نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ په تېرو درېيو میاشتو کې نږدې ۴۰ زره کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي او زیانمنو کورنیو ته اوس هم د وېشلو لړۍ روانه ده.

د سایق د معلوماتو له مخې، پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ادار‎ې د سرپرست په لارښوونه زیانمنو ته د رسېدنې لپاره ۳۴ ولایتونو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.