Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د رباط سیمې خلک د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته بشپړ لاسرسی نه لري

پکتیکا کې د رباط سیمې خلک د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته بشپړ لاسرسی نه لري

author avatar
2 Oct 2024 - 15:31
پکتیکا کې د رباط سیمې خلک د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته بشپړ لاسرسی نه لري
author avatar
2 Oct 2024 - 15:31

ښرنه (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د پکتیکا د سروبې ولسوالۍ د رباط سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې روغتیايي مرکز، لېسه او مخابراتي خدمتونه نشته چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بلخوا، حکومتي مسوولین وايي، دوی هڅه کوي چې د ټولو محرومو سیمو اوسېدونکو ته بېلابېل خدمتونه برابر کړي.

د معلوماتو له مخې، د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ په رباط سیمه کې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي چې د ولسوالۍ له مرکزه ۲۲ کیلومتره واټن لري.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې روغتیايي مرکز نشته او د ولسوالۍ تر مرکزه سړک هم کنډ او کپر دی.

هغه زياته کړه: «دلته دا سړک سخت خراب دی، کله چې عاجل ناروغ راپېښ شي چې سروبي يا ارګون ته يې رسوو، هغه ډېری وخت ژوند له لاسه ورکوي، دلته يو سيار روغتیايي ټيم شته خو ډاکټران او وسايل نشته، نو زموږ غوښتنه دا ده چې سړک راته جوړ کړي او يو کلينیک هم دلته فعال کړي.»

دغه راز، د یادې سیمې يوه بل اوسېدونکي ملک اضغر هم پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې لېسه نشته او له نهم ټولګي پورته زده‌کوونکي ښوونځي ته ۲۲ کيلومتره لرې د ولسوالۍ بازار ته ځي.

هغه وويل: «د تعليم لپاره زموږ بچیان له دې ساحې ۲۲ کيلومتره لرې د ولسوالۍ بازار ته په پښو ځي او راځي، ځيني يې ماښام راورسېږي، ځيني ان ماخوستن راورسېږي، دا توان نه لرو چې موټر ورته کرايه کړو؛ ځکه له دواړو خواوو د ورځې ۵۰۰ افغانۍ کرايه ده نو زموږ له مسوولينو غوښتنه ده چې دلته شته متوسطه راته لېسه کړي.»

د رباط سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو وويل چې پاکو اوبو ته هم بشپړ لاسرسی نه لري او ډېری کورنۍ د عام خوړ له اوبو استفاده کوي.

ورته مهال، د پکتيکا ولايتي مسوولين هم د سروبي ولسوالۍ د رباط سیمې د اوسېدونکو ستونزې تاييدوي خو د حل ډاډ یې ورکوي.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ملا محمدامين حذيفه پژواک ته وويل، ولايتي اداره په ټول توان‌ هڅه کوي د محرومو سيمو خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وويل: «د رباط سيمه رښتيا ‌هم يوه شا ته پاتې سيمه ده خو ان‌شاالله ولايتي اداره هغه که د پوهنې برخه ده، پوره پام يې دی ورته، د پاکو اوبو زمينه به هم برابره شي، په ټوله کې د ولايتي ادارې شا ته پاتې سيمو ته توجه زياته ده.»

همدارنګه د پکتيکا پوهنې ریيس عبدالوکيل خالد هم پژواک ته وويل چې د سروبي په ګډون په ډېرو سيمو کې د پوهنې برخې ته په تېر کې هيڅ پام نه دی شوی.

هغه ژمنه وکړه چې د رباط سيمې په ګډون د نورو هغو سيمو لپاره په راتلونکي پسرلي کې لېسې جوړې کړي چې اړتيا ورته لري.

دا په داسې حال کې ده چې د رباط ترڅنګ د پکتیکا د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.