پلعلم (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳): لوګر کې د سوکوهنې فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مطبوعاتي مسوول مصطفی احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه د غوره لوبغاړو پېژندل، د بوکسېنګ ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول وو.
احمدي زیاته کړه، په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم د ولایتونو په کچه لوګر کې د بوکسېنګ ورزشکارانو ترمنځ ورته سیالۍ جوړې شي.
د سوکوهنې ورزش یوه لوبغاړي محمدفاروق پژواک ته وویل، د لومړي ځل لپاره لوګر کې د ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، یادې سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې پياوړي او د ورزشکارانو د ظرفیت کچه لوړه کړي.
باید وویل شي چې له دې مخکې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د فوټبال، والیبال، باسېکټبال او دې ته ورته نورې سیالۍ جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP