کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د واده یوه بس چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
مشال راډیو د بلوچستان د حکومتي مسوولینو له قوله ویلي چې دا پېښه پرون د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې شوې ده.
سرچینه وایي چې د دې پېښې مړه او ټپيان د مرستندویه کارکوونکو له خوا سیول روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د دغه بس چپه کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سپټمبر په څلورمه د بلوچستان د شیراني ضلعې په دانه سر سیمه کې هم د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه او او شل نور ټپیان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP