کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران د یوه پیغام له لارې په لاهور او اسلاماباد کې له خپلو پلویانو غوښتي چې راووځي او سولهییز لاریونونه وکړي خو حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ځینو ځایونو مخابراتي شبکې هم بندې شوې دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان دغه پیغام تېره شپه له اډیاله زندانه پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي: «زه غواړم تاسو ټول د سولهییز احتجاج لپاره د اسلاماباد ډي چوک ته ځانونه ورسوئ، د لاهور او شاوخوا سیمې اوسېدونکي دې د اکتوبر په پنځمه (شنبه) مینار پاکستان شاوخوا کې احتجاج ته چمتووالی ونیسي.»
بلخوا، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، د پيټيای فعالان به په هر صورت ډي چوک سیمې ته ځانونه رسوي.
هغه زیاته کړې: «تر اوسه موږ ته د احتجاج ځنډولو په تړاو هيڅ نه دي ویل شوي، زموږ چمتووالی بشپړ او زموږ احتجاج سولهییز دی، که څوک زموږ له لاریون سره زورزیاتی وکړي، د وضعیت مسوولیت به خپله د هغوی پر غاړه وي.»
دا په داسې حال کې چې تېره شپه د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې هيڅکله به پر اسلاماباد یرغل ته اجازه ور نه کړل شي.
هغه زیاته کړې چې په اسلاماباد کې د قانون ۱۴۴ مادې له مخې د ګڼو کسانو یوځای کېدو ته اجازه نه ورکول کېږي او د دغه قانون پلي کولو لپاره امنیتي ځواکونه پلازمېنې ته بلل شوي دي.
د یادونې ده، د پنجاب د کورنیو چارو صوبايي ادارې د پلازمېنې اسلاماباد ترڅنګ په لاهور، راولپنډۍ، اټک او سرګودها ښارونو کې هم پر سیاسي غونډو، پرلتونو، مظاهرو او لاریونونو بندیز لګولی او په دې ټولو ښارونو کې یې پوځیان او ملېشه ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن