ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي

متقي: مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي

author avatar
4 Oct 2024 - 15:16
متقي: مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي
author avatar
4 Oct 2024 - 15:16

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته کې وړاندیز کړی چې د کوربه هېواد او د مسکو فارمټ غړو په همکارۍ دې دغه میکانیزم د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.

د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د افغانستان په اړه نن د لسو ګاونډو او سیمې هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې پیل شوه.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې په تعقیب د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خبرو یوه برخه خپره کړې ده.

د سرچینې په خبره، متقي په دې ناسته کې ویلي: «د مسکو فارمټ ان د هېواد له ازادۍ مخکې د اسلامي امارت لپاره د سیمې او له هغو ور هاخوا اغېزناکو هېوادونو سره د خبرو زمینه برابره کړه چې له شک پرته موثر رول یې لوبولی، نو له دې امله اسلامي امارت همېشه په لوړه کچه په داسې ناستو کې ګډون کړی دی.»

سرچینې د متقي له قوله لیکلي: «موږ توانېدلي یو چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې حاکم روایت د امنیت له دغدغې د افغانستان خلکو ته د خدماتونو وړاندې کولو، پرمختیايي، اقتصادي او پانګونې چارو ته تغییر کړو.»

دغه‌ راز، د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «زه وړاندیز کوم څو د کوربه هېواد او مسکو فارمټ د غړو په همکارۍ دغه میکانیزم دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.»

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.