Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راتلونکې یکشنبې کابل کې د «امام ابوحنیفه» درېیم نندارتون جوړیږي

راتلونکې یکشنبې کابل کې د «امام ابوحنیفه» درېیم نندارتون جوړیږي

author avatar
4 Oct 2024 - 13:03
راتلونکې یکشنبې کابل کې د «امام ابوحنیفه» درېیم نندارتون جوړیږي
آرشیف
author avatar
4 Oct 2024 - 13:03

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون چې تر دوو راتلونکو ورځو به په کابل کې جوړ شي، داخلي او بهرني متشبثین او سوداګر به خپل محصولات په کې نندارې کېږدي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه نندارتون د روانې تلې میاشتې له ۱۵ مې تر ۲۱مې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د خصوصي سکټور او اړوندو بنسټونو په همکارۍ په کابل کې د افغانستان نړۍوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل کېږي.

د سرچینې په خبره، د بېلابېلو تولیدي سکټورونو، سوداګریز او خدماتي دغه نندارتون کې به د کرنې، صنعت، غالۍ، کانونو، روغتیا، بانکدارۍ، لاسي صنایعو، ماشین‌الاتو، ترانسپورټ، لوجستیک، ساختماني، مخابراتو، تحصیلات او داسې نورو شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شي.

سرچینې لیکلي چې د دغه لوی نندارتون په څنډه کې د داخلي او بهرني سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د تجارتي تواصل ناستې به هم ترسره شي چې دا به د داخلي او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د فرصتونو شریکولو، د پانګې د جذب، قراردادونو کولو او نور مناسب فرصتونه برابر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.